support@z-lib.se

زمونږ ماموریت

د Z-Library د پروژې موخه

د Z-Library د شتون اصلي موخه دا ده چې د نړۍ په کچه د خلکو د زده کړې کچه لوړه کړي. موږ باور لرو چې دې موخې ته د رسیدلو له پاره کلید، کتابونو ته تر ټولو اسان لاس رسی تامینول دي. ځکه چې د بشر د تاریخ په اوږدو کښې، کتابونه تل د پوهې تر ټولو له ارزښتناکو سرچینو څخه وو. له همدې امله، د Z-Library موخه دا ده چې د امکان تر حده ډیرو اړو خلکو ته ادبياتو ته وړیا لاسرسی چمتو کړي. کتابونه د ټول بشریت علمي او کلتوري میراث دی، او موږ هڅه کوو چې د دې میراث ساتنه وکړو او د خپلې ټولنې په ګټه کار وکړو. د سلګونو میلیونو خلکو لپاره، د باکیفیته زده کړې ترلاسه کول به په کتابونو کښې موجود پوهه او معلوماتو ته د اسانه لاسرسي پرته، ناشونی وي. له همدې امله د Z-Library د پارهد لوړ کلتوري، علمي یا تعلیمي ارزښت لرونکی ادبیات لومړیتوب لري.

مونږ حڅه کار کوو؟

  • موږ ادبيات راټولوو، منظم او مشهور کوو؛
  • موږ کتابونو ته وړیا لاسرسی ورکوو؛
  • موږ په کتابونو کې د پوهې ساتنه تنظیم کوو؛
  • موږ هڅه کوو چې په ټوله نړۍ کښې د خلکو لپاره زده کړې ته لاسرسی لا زیاته کړو.
مونږ حڅه کار نه کوو؟

  • موږ غلا ته وده نه ورکوو. د لیکوالانو او خپرونکو کار باید تادیه شي او ارزښت ولري؛
  • موږ په هیڅ سیاسي فعالیت کښې بوخت نه یو. موږ د کاپي حق قانون څخه ملاتړ کوو، خو د قوانینو د بدلولو موخه نه لرو؛
  • موږ کتابونه نه پلورو.